CRI Online

د ډونلډ ټرمپ د پاريس تړون په هکله د دريځ بدلون رد کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-17 17:10:54

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د خبري رسنيو په قول امريکا به له پاريس تړون څخه ځان ونه باسي، د دغه هېواد سپينې ماڼۍ د سپتمبر په ۱۶مه نېټه وويل د ټرمپ حکومت له پاريس تړون څخه د وتلو دريځ نه بدلوي.

سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې د ولسمشر د خبرو په شان به امريکا له پاريس تړون څخه ځان وباسي، غير له دې څخه چې د تړون مادې زموږ د هېواد لپاره نورې ګټورې وي، موږ به بيا په کې برخمن يو.

د خبري رسنيو په قول د اروپايي ټولنې د اقليمي بدلون د فعاليت او انرژې کميټې غړي ارياس کانيتي په همدې ورځ په کاناډا کې وويل چې د امريکايي مامور په ول به دغه هېواد له پاريس تړون څخه ځان ونه باسي. هغه وويل د امريکا حکومت پر دې ټينګار وکړ چې دغه هېواد به د پاريس تړون په هکله خبرو اترو کې ګډون ونه کړي او په تړون کې د ځينو مادو ارزونه به وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای