د سين هوااژانس د خبر له مخې: د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا نظر څرګند کړ چې په سوريه کې د ترکيي پوځي قوې ناقانونه دي.
د سوريي د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويلي چې د دغه هېواد حکومت په سوريه کې د بحران حلولو او د خونړۍ نښتو د کموالي په موخه په وار سره د سوريې مسئلې په هکله د استانا د شپږو دورو په خبرو اترو کې ګډون وکړ په تازه خبرو اترو کې په سوريه کې د نښتو د کچې د کموالي د څلورو سيمو د ځاي پر ځاي کولو په هکله تړون يې تر لاسه کړ.
په اعلاميه کې راغلي چې تړون به په سوريه کې د ترکيي د پوخي قوو د قانوني کيدو رول ونه لري. د سوريي پوځ به د خپل هېواد د خپلواک او د خاورو بشپړتيا د حق وساتي او له ترهګرۍ سره جګړه به پای ته ونه رسوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |