د سين هوااژانس د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد د څانګې شورا په ۳۱مه غونډه کې خبر ورکړل شوی چې دغه څانګه به د ترهګرۍ، جلا غوښتنې او تندلارۍ ضد مبارزو کې همکارۍ پياوړې کړي.
د مالوماتو له مخې، د هند، قزاقستان، چين، قرغيزستان، پاکستان، روسيې،تاجکستان، ازبکستان او د شانګهای د همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد د څانګو د اجرايوي کميټيو استازو په دغه غونډه کې ګډون درلود.
دغه غونډه د ترهګرۍ ضد د سيمه ايزو څانګو د شورا رئيس او د چين د عام امنيت څانګې مرستيال لي وې لخوا يې مشري شوی. په غونده کې د ترهګرۍ ضد د څانګو په چوکاټ کې د همکارۍ حالت ياد شوی، په روان کال کې د انټرنيټ په وسيله د ترهګرۍ، جلا غوښتنې، تندلارې پر ضد د مبارزو په اړه روزنو کې د لاس ته راوړنو او د دغه سازمان د غړيو هېوادونو د اړوندو څانګو تر لارښوونې لاندې د ترهګرۍ ضد د ګډو تمرينونو د موفقيتونو، د ترهګرۍ د فعاليدو په سيمو کې د ترهګرو د نقل لارو د څارنې او پري کيدو حالت څيړنې شوې او په وسله والو نښتو کې د برخوالو ترهګرو ضد د مبارزو په اړوند د ګډو تدبيرونو د عملي کيدو حالت په هکله بحث شوی او په دغه ساحو کې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د همکارۍ پر پياوړتيا پريکړه شوی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |