د سين هوااژانس د خبر له مخې: د ايران ولسمشر حسن روحاني د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په تهران کې د بلژيک د فدرالي استازيو جرګې له مشر سيګفريد براکي سره د کتلو په وخت کې هيله څرګنده کړه چې اروپايي ټولنه له امريکا څخه د ذروي تړون د مراعات کولو غوښتنه وکړي.
د ايران رسمي ټلويزين د روحاني په قول ويلي چې لومړی موږ هيله لرو چې اروپايي ټولنه په واقعي ډول د ايران د ذروي مسئلې په هکله هراړخيز تړون عملي کړي او پر امريکا فشار واچوي چې دغه تړون پوره کړي.
نبراکي وويل د ايران د ذروي مسئلې په هکله هراړخيز تړون د اروپايي ټولنې او ايران لپاره دواړه ډېر مهم دی او بلژيک به د اروپايي ټولنې وهڅوي چې دغه تړون عملي کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |