CRI Online

د عراق پوځ په لويديځه سيمه کې د داعش پر ضد تصفيوي عمليات پيل کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-17 19:04:53

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د عراق پوځ د سپتمبر په ۱۶مه نېټه وويل د حکومت پوځ په همدې ورځ د الانبار په لويديځ د صحرا په سيمه کې د داعش پر ضد تصفيوي عمليات پيل کړل.

د عراق د ګډو عملياتو د قومندانې څانګې په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې د عراق پوځ، ملېشه او د سرحدي سيمو دفاعي پوځ په همدې ورځ د الانبار لويديځ ته روان شول تر څو د سوريې په سرحد کې د اقشات سيمه بيا ونيسي او د داعش تر کنترول لاندې د القيم لاره خلاصه کړي.

په اعلاميه کې راغلي چې د عراق هوايي پوځ د داعش تر کنټرول لاندې د اقشات سيمې، د القيم، راوا او انا دريو علاقه داريو خلکو ته خبرتيا ورکړې چې دوي به ژر ازاد شي او په همدې وخت کې يې له داعش څخه غوښټنه کړې چې ژر تسليم شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای