CRI Online

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت: په سوريه کې د ترکيي پوځي قوې ناقانونه دي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-17 19:16:49

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا نظر څرګند کړ چې په سوريه کې د ترکيي پوځي قوې شتون ناقانونه دي.

د سوريي د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويلي چې د دغه هېواد حکومت په سوريه کې د بحران حلولو او د خونړۍ نښتو د کموالي په موخه په وار سره د سوريې مسئلې په هکله د استانا د شپږو دورو په خبرو اترو کې ګډون وکړ په تازه خبرو اترو کې په سوريه کې د نښتو د کچې د کموالي د څلورو سيمو د ځاي پر ځاي کولو په هکله يې تړون تر لاسه کړ.

په اعلاميه کې راغلي چې تړون به په سوريه کې د ترکيي د پوځي قوو د قانوني کيدو رول نه لري. د سوريي پوځ به د خپل هېواد د خپلواکۍ او دځمکنۍ بشپړتيا حق وساتي او له ترهګرۍ سره جګړې ته به دوام ورکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای