CRI Online

وانګ ايي په پاناما کې د چين سفارت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-18 10:02:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې پر ځايي وخت د سپتمبر په ١٧مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د پاناما له ولسمشر جوان کارلوس وريلا سره په ګډه په دې هېواد کې د چين د سفارت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. وانګ ايي وويل چې که څه هم پخوا د چين او پاناما ترمنځ اړيکې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وې، خو اوس ټينګې شوي او ښه راتلونکی لري.

وزير وانګ ايي په خپلو خبرو کې وويل چې له ولسمشر وريلا سره مې په دې مراسمو کې ګډون وکړ چې دا د چين او پاناما ترمنځ د اړيکو يو د اهميت وړ تاريخي وخت دی.د چين ولسي جمهوريت په پاناما کې رسمی ديپلوماتيک اورګان جوړ کړی چې ديپلوماتان به يې خپله دنده پر غاړه ولري او د پاناما په اړه دوستانه تګلاره به غوره کړي او د ګډو ګټو پربنسټ د ګډې همکارۍ او پرمختګ د نوي پړاو د پيل لپاره به د دې هېواد د بېلا بېلو ټولنو له شخصيتونو سره ګډې هڅې وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای