CRI Online

حماس د اداري کميټې د منحلولو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-18 11:02:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د فلسطين حماس غورځنګ د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په غزه کې به اداري کميټه منحل کړي او پردې يې موافق کړی چې په فلسطين کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې تر سره شي.د دې ترڅنګ د فلسطين ازادی بخښوونکی غورځنګ يعنې الفتح او نورو سياسي ډلو د حماس د نوموړې پرېکړې هر کلی کړی دی.

په دې اعلاميه کې راغلي چې حماس له دې سره موافقه کړې چې د فلسطين الفتح به په غزه کې اداري دنده پر غاړه ولري او د روغې جوړې هغه تړون به پلی کړي چې په ٢٠١١ کال کې په قاهره کې د حماس او د فلسطين ولسمشر عباس په مشرۍ له الفتح سره لاسليک کړی و.

د الفتح د انقلابي کميټې سکرتر په همدې ورځ د حماس د دغې پريکړې هر کلی وکړ او ويې ويل چې دا د فلسطين د يوموټي کېدو لپاره يو رښتينی ګام دی. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای