د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د عامه امنيتي چارو وزير ګوو شنګ کون د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه په بېجينګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد شورا په ٣١مه غونډه کې د بېلا بېلو ګډون کوونکو پلاويو له مشرانو سره وکتل.
نوموړي وويل چې چين غواړي له اړوندو خواوو سره يو ځای د روان کال په جون مياشت کې د دې سازمان د استانا په سرمشريزه غونډه کې د رئيس شي جين پينګ او د بېلا بېلو غړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظريې پلي کړي،د ترهګرۍ پرضد به په سيمه ييز چوکاټ کې د استخباراتو او عملياتو همغږي پياوړې کړي،په پر له پسې توګه به د همکاريز ميکانيزم ابادول بشپړ کړي او د ترهګرۍ،جلاغوښتونکو او تندلارۍ له ډول ډول عملياتو سره به مبارزه وکړي تر څو د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د امنيت او ثبات ساتلو لپاره لازيات خدمتونه وکړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |