د شانګهای همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد شورا ٣١مه غونډه د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه.د دې سازمان د غړو هېوادونو او سيمو د ترهګرۍ ضد اجرائيوي کميټې استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ او په تېر يو پړاو کې يې د ترهګرۍ ضد په سيمه ييز چوکاټ کې همکاريز معلومات وړاندې کړل او راتلونکی کاري پلان يې منظور کړ.
د دې سازمان د ترهګرۍضد شورا رئيس او د چين د عامه امنيتي چارو د وزير مرستيال لي وي د دې غونډې مشري وکړه .د غونډې له پرېکړې سره سم به د دې سازمان د ترهګرۍ ضد شورا د رئيسه هېواد په توګه د قرغيزستان دنده د ٢٠١٨ کال تر سپتمبر پورې دوام ولري او د همدې کال په اپريل کې به د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې ٣٢مه غونډه تر سره شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |