د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تليرسون د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه وويل که شرايط مساعد وي، امريکا ښايي د پاريس تړون په چوکاټ کې پاتی شي.
نوموړي په همدې ورځ د امريکا د سي بي ايس له راډيويي شرکت سره د مرکې په ترڅ کې وويل که د امريکا پر وړاندې عادلانه محتويات وټاکل شي، ولسمشر ډونالد ټرمپ به وغواړي چې د پاريس تړون له همکاريزو هېوادونو سره همکاري وکړي .هغه زياته کړه چې امريکا ښايي له ځينو مساعدو شرايطو سره سم د دې تړون په چوکاټ کې پاتی شي.د امريکا د امنيتي چارو مرستيال هربيرټ مک ماسټرهم په همدې ورځ ورته څرګندونې وکړې او پر دې يې ټينګار وکړ چې د ياد تړون محتويات بايد د امريکايانو له ګټو سره سمون ولري. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |