د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيلرسون د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه وويل ، داچې په کيوبا کې د امريکا سفارت د ځينو ديپلوماتانو روغتيا ښه نه ده،نو امريکاپر دې غورکوي چې په دې هېواد کې خپل سفارت بند کړي.
نوموړي په همدې ورځ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې ځينی ديپلوماتان چې روغتيايي حالت يې ښه نه دی ،اوس په امريکا کې تر درملنې لاندې دي.هغه زياته کړه چې د امريکايي ديپلوماتانو روغتيا ته زيانونه رسول يو سخت کار دی ، نو امريکا په کيوبا کې د سفارت بندول تر غور لاندې نيسي.
له دې نه مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې په کيوبا کې لږ تر لږه د ٢١ تنو امريکايي ديپلوماتانو روغتيايي حالات ښه او عادي نه و. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |