د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ٢١مې پېړۍ پر وړاندې به د ٢٠١٧ کال لپاره د چين د ګوانګ دونګ ولايت د ورېښمو سمندري لارې د نړيوال نندارتون تر عنوان لاندې فورم د سپتمبر په ٢٢مه نېټه د ګوانګ جو ښار د دونګ فانګ په نوم هوټل کې تر سره شي. د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو ١٣ هېوادونو پخواني سياستوال،وزيران او د ٢٢ هېوادونو د مهمو سوداګريزو ټولنو مسئولين به په دې فورم کې ګډون وکړي.د دې ترڅنګ د اسيا، اروپا او افريقا په شمول د ځينو سيمو د اتياوو هېوادونو د مامورينو، عالمانو، صنعتګرو او پولي مشرانو په شمول اته سوه استازي به په دې فورم کې هم ګډون وکړي.
د دې فورم عمده موضوع ګډې مشورې،ګډه ابادي او د ګټو شريکول او د توليدي چارو د پېوستون په برخه کې همکاري او پرمختګ دی. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |