CRI Online

موبايک شرکت د م م د چاپېريال ساتنې ادارې په شمول ځينو نړيوالو ارګانونو سره د بايسکل چلونې نړيواله ورځ وټاکله

cri     (GMT+08:00) 2017-09-18 15:54:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، موبايک شرکت چې د نړۍ په ښارونو کې د عامه ګټې اخيستنې بايسکلونه اداره کوي، د سپتمبر په اوولسمه نيټه د م م د چاپېريال ساتنې ادارې په شمول ځينو نړيوالو ارګانونو سره د بايسکل چلونې نړيواله ورځ وټاکله او د نړۍ پر خلکو يې غږ وکړ چې د تګ راتګ په بهير کې د چاپيريال ساتنې طريقې غوره کړي.

سږ کال د بايسکل د رامنځته کېدو له دوه سلنې کاليزې سره برابر دی. د موبايک شرکت په شمول ځينو شرکتونو تر کوښښونو لاندې، په تېرو پنځو سوو ورځو کې چين کې بايسکل د بس او مترو په نسبت درېيم لوی ترافيکې لاره ګرځېدلې او د ښار ايکولوژيکي چاپيريال تر ډېرې اندازې پورې بدل شوی دی.

د موبايک شرکت عمومي اجرائيوي مشر وانګ شياو فنګ وويل، تر اوسه پورې دغه شرکت په ګرده نړۍ کې له اوو مليونو زيات بايسکلونه ځای پر ځای کړي او د نوم ثبتوونکو شمېر له يوسلو پنځه مليونو څخه زيات دی. هره ورځ کابو پنځه ويشت مليونه کسان د موبايک بايسکلونه چلوي. ښاغلي وانګ وويل

(( په تېرو پنځو سوو ورځو کې د موبايک د ټولو چلوونکو د چلولو واټن له پنځه اعشاريه شپږ مليارډو کيلومترو څخه زيات و چې دغه شمېر ډېر زيات دی. که دغه واټن د موټرونو په وسيله وچلول شي، يو مليون درې لکه او شپېته زره ټنه کاربن به توليد شي چې په يو کال کې د درې لکه پنځوس زرو موټرونو لخوا د کاربن د ايستلو اندازې سره برابر دی. ))

څرنګه چې د عامه ګټې اخيستنې بايسکل د چاپيريال ساتنې په برخه کې اغېزمن رول لوبولی، نو د موبايک شرکت د م م د چاپېريال ساتنې ادارې او د انسانانو د استوګنځي په اړه د م م د کميسيون په شمول له ځينو نړيوالو ارګانونو سره د بايسکل چلونې نړيوالې ورځې د ټاکلو وړانديز لاسليک کړ چې د هر کال د سپتمبر په نولسمه نيټه به اړوند فعاليت ترسره کېږي.

د انسانانو د استوګنځي په اړه د م م د کميسيون د چيني پروژې مشر جانګ جه شان وويل، د بايسکل چلونې نړيوالې ورځې ټاکل د نړيوالې ټولنې د پرمختګ له تمايل سره سمون خوري. لکه تر ۲۰۳۰ کال پورې د م م د دوامدار پرمختګ د لايحې او د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه د پاريس تړون په شمول ځيني نړيوال تړونونه غوښتنه کوي چې د شنوخونو ګازو د ايستلو اندازه دې کمه شي او د وګړيو د ژوند او کار چاپيريال دې ښه شي. د ده په اند، بايد د بايسکل چلونې نړيوالې ورځې د ټاکلېدو سره د بايسکل له لارې د ورتګ د خونديتوب ساتلو د بشپړو تدبيرونو په اړه سلامشوره وشي. ده وويل

((د بېلګې په توګه، په بهرنيو هېوادونو کې بايسکل چلونکي خولۍ پر سر کوي، خو په چين کې دا لږ ليدل کېږي، نو موږ بايد په دې برخه کې بشپړ تدبيرونه ونيسو. اوس د چين په ډېرو ښارونو کې د بايسکل چلونکو لپاره ځانګړې لارې ټاکل شوي، خو په ځينو ښارونو کې ستونزې شته چې سړکونه مات شوي او د بايسکلونو د درولو ځای کافي نه دی. د بايسکل چلونې نړيواله ورځ به عامه وګړي وهڅوي چې په بايسکل تګ راتګ وکړي، او اړوندې خواوې بايد د دې فرصت په کارولو سره د بايسکل په وسيله د تګ راتګ په مخ کې د ستونزو د لرې کولو لپاره په ګډه کوښښونونه وکړي. ))

د بايسکل چلونې د لومړۍ نړيوالې ورځې عنوان د بايسکل چلونې په وسيله نړۍ بدل دي. اوس د بېجينګ، شانګهای، لندن او سينګاپور په شمول ۱۷۰ ښارونو کې د موبايک شرکت بايسکلونه شته، دغه شرکت د بېلا بېلو فعاليتونو په ترسره کولو سره لا زيات کسان هڅوي چې د بايسکل په وسيله تګ راتګ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای