CRI Online

د چين انکشافي بانک د مصر له عمده سوداګريز بانک سره د پورونو ور کولو تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-18 16:03:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين انکشافي بانک د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه په قاهره کې د مصر د عمده سوداګريز بانک يعنې له عربي نړيوال بانک سره د ٢٦٠ مليونو يوانو په ارزښت د ځانګړو پورونو او د څلوېښت مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د افريقا د منځنيو او کوچنيو تصديو د ځانګړو پورونو تړون لاسليک کړ . له دې څخه داسې ښکاري چې د يوه کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې د ژن مين بي يوانو د پورونو پروژه د لومړي ځل لپاره په مصر کې پيل شوه.

د چين ياد بانک په همدې ورځ د مصر له دوهم لوی بانک يعنې د مصر بانک سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژن مين بي يوانو د ځانګړو پورونو همکاريز يادداښت لاسليک کړ. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای