CRI Online

کون چيو اوپيرا

cri     (GMT+08:00) 2017-09-18 21:13:13

د کون چيو اوپيرا اصلی نوم کون شان اوپيرا وه او د چين له لرغونو اوپيراګانو څخه شميرل کېږی او هم د چين دوديز هنر هم دی ، په تيره بيا د چين د اوپيراګانو په باغ کې يو ښکلې ګل بلل کېږی .

کون چيو اوپيرا د يون امپراطوری دورې يعنی په څوارلسمه پيړۍ کې د جنوبی چين د سو جو ښار په کون شان سيمه کې رامنځته شوه او د جه جيانګ ولايت د هاي ين او يو ياو او د جيانګ سی ولايت د يی يانګ اوپيرا سره د مين سلسلې يعنې شپږ سوه کاله مخکې د څلورو لويو اوپيراګانو څخه شمرل کيده. دغه اوپيرا يوازی سو جو ښار په شاوخوا سيمو کې مروجه شوه ، خو څلور سوه پنځوس کاله مخکې کون چيو اوپيرا د هيواد نورو سيمو ، په تيره بيا پلازمينې بيجينګ ته پراخه شوه چې له امله يې ډير شهورت موندلی او ددې په اغيزو نورې اوپيراګانې هم راپيدا شوې ، نو دغه اوپيرا د نورو سلګونو اوپيراګانو سرچينه بولی .

کون چيو اوپيرا د چين د اوپيراګانو په تاريخ کې د نندارې له نِظره ډير بشپړ سيستم لری او د چين د دوديز کولتور او هنر ډيره لوړه پرمختيايی ثمره او بريالي ده او د چين د ادبياتو ، اوپيرا ، موسيقۍ او نڅا په تاريخ کې ډير مهم حيثيت او مقام لری.

د کون چيو اوپيرا د ويلو اوازونه ډير ښکلي او د خبرو قسمتونه يی نرم دي او ننداره يی زړه وړونکې ده او نڅاوې يی باوقارې او طبيعی دي، پرته له دې صحنه يې ښکلۍ ده ، نو ويل کيږی چې د کون چيو اوپيرا د نندارې له نِظره عالی حد ته رسيږی.

د اتلسمې پيړۍ په مخکنيو څلورو سوو کلونو کې کون چيو اوپيرا د ودې د غوړيدو دورې ته رسيدلې وه ، خو د اتلسمې پيړۍ په وروستۍ موده کې د چين محلی اوپيراګانو چټکه وده موندلې وه چې له امله محلی اوپيراګانې د عامو وګړو خوښې شوې او په باغ کې د رنګارنګ ګلانو په شان غوړېدلې، نو کون چيو اوپيرا د زوال کېدو په لور پرمختګ وکړ او د شلمې پيړۍ په نيمايی کې دغه حالت نور هم ښکاره شو او زياتو لوبغاړو د بيجينګ اوپيرا په نندارې پيل وکړ او د ولسي جمهوريت د جوړېدو وروسته د چين د اوپيراګانو د ملاتړ او احيا په غرض د حکومت د کوششونو په رڼا کې کون چيو اوپيرا بيا وده موندلې ده.

د دوه زره لومړی کال د می په اتلسمه نېته د انسانانو د شفاهی او نامادی ميراثونو د نمونوی اثارو په لوموی ليست کې چې د م م د يونيسکو موسسې لخوا په پاريس کې اعلان شوی ، کون چيو اوپيرا هم شامله وه .خو متاسفانه کون چيو اوپيرا له زياتو ستونزو سره مخامخه ده ، د بېلګې په توګه لوبغاړي ،زده کوونکي او د نمايشنامې ليکوالان يی کمېږی . د متخصصانو په اند د کون چيو اوپيرا د احيا او غوړېدا بيړنۍ دنده د ساتل شويو فهرستونو ، د نندارو انځورونو ، موسيقۍ نوټونو او نورو سندونو او مالوماتو تنظيمول او په ويډيو د ځينو مشهورو فهرستونو ثبتول دي.

د چين د کولتور وزارت د ټاکلی پلان له مخې په راتلونکو لسو کلونو کې به په بيجينګ او شانګهاي کې په جلاجلا توګه د کون چيو اوپيرا لوبغاړو روزلو مرکز جوړ شی ، د کون چيو اوپيرا هنری ډلو مشران غواړی چې په هيواد کې ددې اوپيرا غوره استاذان راغونډ شی څو چې د چين د اوپيراګانو په پوهنځي کې د کون چيو اوپيرا د لوبغاړو، ليکوالانو ، اهنګ جوړونکو ، ډايريکترانو او اداره کوونکو سيمينارونه جوړ شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای