د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تلېفوني خبرې وکړې.
ټرمپ وويل چې مونږ ته د خوشحالۍ وړ خبر دا دی چې د امريکا او چين د مشرانو ترمنځ تګ راتګ نژدی دی.باور لرم چې له چين څخه د ليدنې له لارې به د امريکا او چين ترمنځ اړيکې نورې هم ټينګې شي.
رئيس شي جين پينګ وويل چې چين او امريکا پراخې ګډې ګټې لري،اوس په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ښه ده.دواړه خواوې بايد لوړپوړی او د بېلا بېلو کچو تګ راتګ پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړي پړاو کولتور،د قوانينو اجرا کېدو او د انټرنېټي امنيت ډيالوګ دې په ښه توګه تر سره شي.
د دواړو هېوادونو مشرانو د کوريا ټاپووزمې د اوسنيو حالاتو په اړه د نظريو تبادله وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |