د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په نيويارک کې د م م له سرمنشي انتونيو ګوتيريس سره وکتل.
وانګ يي وويل ،چين هيله لري چې م م د ناثابتو نړيوالو حالاتو په وړاندې لامهم رول ولوبوي.م م او سرمنشي د بشر د ګډې ټولنې او د ورخلاص نړيوال اقتصاد د جوړېدو په اړه د رئيس شي د يو لړ مهمو وړانديزونو ملاتړ کوي.چين غواړي له م م سره د دې ګډو نظريو پر بنسټ همکاري پياوړې کړي.
ګوتيريس وويل چې م م په نړۍ کې د چين مقام او نړيوالې اغېزې ته په درنه سترګه ګوري او د سوله ساتو عملياتو،له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلي کېدو په ساحو کې د چين د لارښوونکي رول ډېره ستاينه کوي.
دواړو خواوو د کوريا ټاپووزمې د حالاتو په اړه هم د نظريو تبادله وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |