د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په نيويارک کې د م م په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون په وخت کې د ۷۲مې دورې اسامبلۍ له رئيس ميروسلاوو لاجکاک سره وکتل.
وانګ يي وويل چې چين د م م ملاتړ کوي چې د نړيوالې سولې او د ګډ پرمختګ لپاره ستر رول لوبوي.د روانې دورې عمومي اسامبلی به د پرمختګ مسئلې ته لومړيتوب ورکړي او د بشري ټولنې په اړه مباحثوي غونډه به تر سره کړي.دا د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ له اجنډا او د غړو هېوادونو له غوښتنو سره سمون لري.
ښاغلي لاجکاک وويل چې نړيواله ټولنه هرکلی کوي چې چين په نړيوالو چارو کې لاستر رول ولوبوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |