CRI Online

د سوريې د ديرالزور پوځي هوايي ډګر بيا پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-09-19 09:20:13

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې پوځ د سپتمبر په ۱۸مه نېټه وويل چې د سوريې پر ديرالزور ايالت د داعش د ۳ کلنۍ کلابندۍ تر ماتېدو وروسته د ديرالزور پوځي هوايي ډګر په همدې ورځ بيا پرانيستل شو.

يو سوري سرتېري خبريال ته وويل چې په همدې ورځ مال وړونکې الوتکې په ياد هوايي ډګر کې ناسته وکړه او د سوريې ځواکونو ته يې اړوند پوځي توکي راوړل.په عين وخت کې د سوريې جنګي الوتکو د دې هوايي ډګر له لارې د داعش پر موخو هم هوايي بريدونه کړي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای