د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د پلاوي مشر او د اټومي انرژۍ د ملي سازمان مدير تانګ دنګ جيه د سپتمبر په ۱۸مه نېټه په ويانا کې وويل چې چين د ذروي انرژۍ د پرمختګ په بهير کې تل د ذروي امنيت په هکله د سمې پېژندنې،همغږۍ او ګډ پرمختګ نظرونه نيسي او د ذروي امنيت د ساتنې په برخه کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ د کليدي رول ملاتړ کوي.
ښاغلي تانګ په خپله وينا کې د چين د ذروي انرژې د پرمختګ د اوسنيو حالاتو او د نړيوالې همکارۍ په اړه معلومات معرفي کړل.
د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ ۵ ورځنۍ ۶۱مه غونډه په همدې ورځ په ويانا کې پرانيستل شوه چې په کې به په ذروي برخه کې د تخنيکي همکارۍ او د ذروي امنيت او ضمانت په اړه بحثونه وشي. (ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |