د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په نيويارک کې د م م د ۷۲مې دورې په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون په وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو له پخواني وزير هنري کيسينګر سره وکتل.
وانګ يي وويل چې روان کال د چين او امريکا ترمنځ د سياسي تګ راتګ د اعادې له ۴۵مې کاليزې سره برابر دی.له ۴۵ کلونو راهيسې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو له پرمختګ څخه څرګندېږي چې متقابله همکاري د دواړو هېوادونو يوازينی سم انتخاب دی.دواړه خواوې بايد په جدي توګه د رئيس شي او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګډې نظريې پلې کړي او متقابل ستراتيژيک باور پياوړی کړي.ښاغلي کيسينګر وويل چې د امريکا او چين ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ستر پرمختګونه تر لاسه کړي دي او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې واقعي ګټې رسولي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |