د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د سوداګرۍ استازي ربرټ ليتهيزر د سپتمبر په ۱۸مه نېټه وويل چې د سوداګرۍ منفي بيلانس کمول د ټرمپ حکومت د لومړۍ پاملرنې وړ تګلاره ده.هغه په همدې ورځ په واشنګټن کې د کارپوهانو د ستراتيژۍ او د نړيوالو مسئلو په څېړنيز مرکز کې د امريکا د سوداګريزو تګلارو او مهمو چارو په اړه يوه وينا وکړه.دا د روان کال له مې راهيسې د امريکا د سوداګرۍ استازي په توګه تر ټاکنې وروسته لومړی ځل دی چې هغه يوه څرګنده وينا وکړه.
د اقتصادي چارو کارپوهانو په اند امريکا د ازادۍ سوداګرۍ ګټه اخيستونکی دی.ربرټ ليتهيزر په خپله وينا کې وويل چې امريکا بايد د سوداګريزو تګلارو لوری بدل کړي،په تېره بيا اوسنی ناعادلانه سوداګريز حالات بايد بدل شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |