د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ ٦١مه غونډه د روانې مياشتې په ١٨مه نېټه په ويانا کې پرانيستل شوه.په دې غونډه کې د ١٦٨ غړو هېوادونو لوړ پوړي استازو په ګډون کړی او برخه وال يې د ذروي امنيت او په سوله ييزه توګه د ذروي تخنيک د کارونې په باب بحثونه کوي.د غونډې په لومړۍ ورځ د دې اېجنسۍ عمومی مدير يوکيا امانو د ماموريت مودې د دوام اعلان هم وشو.
دغه غونډه به تر پنځو ورځو پورې دوام ولري او موضوعات يې ذروي امنيت،په سوله ييزه توګه د ذروي تخنيک کارونه، تخنيکي همکاري او د دې اېجنسۍ بودجه ده.په اوسني حالت کې د کوريا ټاپووزمې ذروي مسئله د دغې غونډې د پاملرنې وړ مسئله ده.
د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير يوکيا امانو په خپلو خبرو کې وويل چې د کوريا ټاپووزمې مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي. شمالي کوريا د سپتمبر په درېيمه نېټه د شپږم ځل لپاره ذروی ازموينه تر سره کړه چې دا د دې هېواد تر ټولو لويه ذروي ازموينه ګڼل کيږي.هغه وويل(اواز.........) هيله لرم چې شمالي کوريا په پوره توګه د م م د امنيت شورا او د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ اړوند پرېکړه ليکونه پلی کړي.د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي چمتو ده چې د سياسي حالت د ښه کېدو لپاره پر وخت شمالي کوريا ته ورشي.
د ايران له خوا د ذروي مسئلې په هکله د هر اړخيز تړون د پلي کولو په هکله يوکيا امانو وويل چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ د پلټنې له مخې ايران د دې تړون اړوندې ژمنې پوره کوي.دغه اېجنسي به په دوامداره توګه د ذروي موادو د کارونې او د ذروي عملونو پلټنه وکړي.
د دې اېجنسۍ د عمومي مدير په توګه يوکيا امانو تل په سوله ييزه توګه د ذروي تخنيکونو له کارونې څخه ملاتړ کړی او په خپلو خبرو کې يې هم پر دې ټينګار وکړ (اواز...........) ذروي انرژي د شنو خونو ګازو د خپريدا اندزې د کمښت او د انرژۍ امنيت د لوړوالي په برخو کې مهم رول لوبوي.د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي به له هغو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي چې ذروي بريښنا يا د ذروي برېښنايي پلان پراخوالی غواړي .
د دې ترڅنګ نوموړي وويل چې د ذروي بريښنا د امنيت تامينول يو مهم کار دی .د جاپان د فوکوسيما د ذروي بريښناکوټ له پېښې څخه تر لاسه شوې تجربې اوس د دې اېجنسۍ د ذروي امنيت د يوې غوښتنې په توګه ګڼل کيږي. په ٢٠٠٩ کال کې يوکيا امانو د دې اېجنسۍ د عمومي مدير په توګه وټاکل شو او تر ٢٠١٣ کال پورې د ده د ماموريت مودې دوام درلود. د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ په روانه غونډه کې د دې اېجنسۍ د عمومي مدير په توګه يوکيا امانو بياوټاکل شو چې د ماموريت د نوې دورې موده به يې د ٢٠١٧ کال د دسمبر له لومړۍ نيټې څخه پيل شي او څلور کاله به دوام ولري.
تر دې ټاکنې وروسته هغه په خپله وينا کې وويل (اواز..........) د زړه له کومې د غړو هېوادونو له باور څخه مننه کوم .باور لرم چې په راتلونکي کې به زمونږ دغه تخنيکی اورګان له ډېرو ننګونو سره مخامخ وي . خو په راتلونکو څو کلونو کې به په دوامداره توګه د دې اېجنسۍ د شورا تر لارښوونې لاندې په عادلانه او رڼه توګه د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ د سولې او پرمختګ دندې د تر سره کولو لپاره هڅې وکړم او د ټولو غړو هېوادونو د ګټو ساتلو لپاره به خپل خدمت وکړم.
د دې غونډې په موده کې به د علومو او تخنيک فورم تر سره شي او د ذروي تخنيک په وسيله به د انسانانو د روغتيا په باب بحث وشي .سربېره پردې ځينی هېوادونه او اورګانونه به نور فعاليتونه هم تر سره کړي.
20170919ss
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |