د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د دفاع وزير جېمس ماتيس د سپتمبر په ۱۸مه نېټه وويل چې امريکا به افغانستان ته نور ۳زره سرتېري واستوي څو د افغان حکومتي ځواکونو جنګي توان پياوړی کړي.
له دې مخکې ماتيس د سرتېريو د لېږلو حکم لاسليک کړی و.خو مشخص شمېر يې نه وه ويلی.د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر اګست په ۲۱مه نېټه د افغان جګرې په اړه نوې ستراتيژی خپره کړه چې له مخې به امريکايي سرتېري له افغانستان څخه ونه وځي.له دې مخکې د امريکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امريکا د سرتېريو شمېر شاوخوا۱۱زره تنه دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |