د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بريټانيا د مرکزي بانک مشر مارک کارني د سپتمبر په ۱۸مه نېټه په واشنګټن کې وويل چې له اروپايي ټولنې څخه تر وتلو وروسته به د راتلونکي کال له منځنۍ مودې مخکې د بريټانيا د اقتصادي زياتوالي سرعت د ۷ هېوادونو ډلې د نورو غړو په پرتله ورو شي.
کارني په همدې ورځ په نړيوال پولي صندوق کې په خپله وينا کې وويل چې له اروپايي ټولنې څخه تر وتلو وروسته د بريټانيا کورنی لګښت او د تصديو پانګونې کمې شوې دي.د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د ۷ هېوادونو ډلې نورو غړو هېوادونو اقتصاد په چټک ډول پرمختګ کړی،خو د بريټانيا د اقتصادي زياتوالي سرعت ورو شوی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |