د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپتمبر په ۱۸مه نېټه نيويارک کې د چين خارجه وزير وانګ يي د امريکاد کارپوهانو ټولنې له هغو مسوولينو او پوهانو سره، چې د امريکا د بهرنيو اړيکو کميټې، د امريکا او چين ترمنځ دولتي کميټې، د امريکا او چين ترمنځ د سوداګريزې کميټې او د اسيا ټولنې غړي دي، خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د چين د پرمختګ، ديپلوماسۍ، د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو، د کوريا ټاپووزمې حالاتو په اړه د نظريو تبادله وکړه.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |