CRI Online

د امريکا د مشرانو جرګې د ۷۰۰ بيليارډو امريکايي ډالرو په اندازه د ملي دفاع په اړوند د صلاحيت سند منظور کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-19 16:59:04

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا د مشرانو جرګې د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د ۸۹ موافقو رايو او د ۸ مخالفو رايو په ورکولو سره د ۷۰۰ بيليارډ امريکايي ډالرو په اندازه د ۲۰۱۸ کال د ملي دفاع په اړوند د صلاحيت سند منظور کړ چې دغه اندازه د ټرمپ حکومت لخوا د اړوند بوديجې د غوښتنو او د امريکا د ملي دفاع له قانوني شمير څخه اوښتې.

دا د افغانستان او عراق له جګړو راهيسي د امريکا په کانګرس کې د ملي دفاع په اړه د صلاحيت سند دی چې بوديجه يې تر ټولو زياته ده. نو کانګرس بايد د ۲۰۱۱ کال د بوديجو د کنترول په قانون کې د ټاکل شوي پوځي لګښت محدوديت بدل کړي. د مشرانو او استازيو جرګې بايد د روان کال له پايه مخکې تصويب شوې سند په هکله بحث وکړي او اخري سند اجرا کړي او د لاسليکيدو لپاره ولسمشر ډونلډ ټرمپ توشيح کړي تر څو رسمي قانون وګرځي.

د مشرانو جرګې د ملي دفاع د صلاحيت سند له مخې د اکتوبر له لومړې نيټې څخه د ۲۰۱۸ کال په مالي کال کې به د امريکا د ملي دفاع عمومي اګښت شاو خوا ۷۰۰ بيليارډ امريکايي ډالره وي چې ۶۴۰ بيليارډ امريکايي ډالره د ملي دفاع وزارت په پوځي لګښتونو کې او شاو خوا ۶۰ بيليارډ امريکايي ډالره د افغانستان، عراق او سوريې په شمول هېوادونو کې په جګړو کې وکارول شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای