د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د فرانسي له ولسمشر يمانويل ماکرون سره وکتل چې د پاريس تړون او د ايران د ذروي مسئلې په هکله يې ورسره د نظريو تبادله وکړه.
د امريکا د کانګرس تګلارو منشي بريان هوک په همدې ورځ يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل ډونلډ ټرمپ له ماکرون سره د پاريس تړون په هکله د بحث په وخت کې دا تکرار کړه چې دغه تړون عادلانه نه دی او د عمومي اقتصاد او صنعتي چارو او د کارګرو په برخو کې به امريکا ته بدې اغيزې ورسوي.
هوک وويل چې ټرمپ دا نظر لري چې د پاريس تړون د چاپيريال د ساتنې هدف د عملي کولو لپاره تر ټولو ښه لاره نه ده او د امريکا ګټې يې له پامه غورځولې دي. ټرمپ هيله لري چې له فرانسي او نورو هېوادونو سره همکارۍ وکړي او د تخنيکونو او د تګلارو نوښت له لارې د چاپيريال ساتنې او د اقتصادي پرمختګ هدفونه عملي کړي.
برسيره پر دې د ايران ذروي مسئله د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ د خبرو اترو عمده موضوع ده. ټرمپ وويل چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله هراړخيز تړون زياتې مسئلې لري او اوس امريکا د دغه تړون د عملي کيدو په هکله څيړنه کوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |