CRI Online

د منځنۍ او لوړې اقتصادي ټولنې په برخه کې چين لومړی هيواد دی، چې په نړۍ کې يې د نوښت په برخه کې ۲۵م مقام خپل کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-09-19 17:12:18

د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د سپتمبر په ۱۸ نېټه د دولتي پرمختيا او اصلاحاتو کميسيون د ۲۰۱۶ کال د چين د خلکو د کاروبار د پيل کولو او نوښت په اړه پرمختيايي راپور ورکړی دی، چې په ۲۰۱۶ کال کې،د منځنۍ او لوړې اقتصادي ټولنې په برخه کې چين لومړی هيواد دی، چې په نړۍ کې يې د نوښت په برخه کې ۲۵م مقام خپل کړی دی، د خلکو کاروبار او نوښت په لوی قدر، لوړ پړاو او لوړې درجې سره پکې پرمخ روان و.

د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۶ کال د ټول هېواد په بازارونوکې د نويو ثبت شويو دوکانونو او شرکتونو شمېر ۱۶۵ لکه ۱۳ زره ته رسيده، چې دا وړم کال د همدې مودې په نسبت په سلو کې ۱۱ اعشاريه ۶ زيات شوی دی.

د تېر کال تر پای پورې، په ټول هېواد کې ۲۵۹ لکه ۶۱ زره شرکتونو فعاليت کاوه، چې دا د تېر کال د همدې مودې په نسبت په سلو کې ۱۸ اعشاريه ۸ زيات شوی دی او هم د نويو شرکتونو فعاليت زيات شوی دی.

کاروبار لرونکي کسان له بېلا بېلو سيمو څخه راغلي دي او جذبې يې لوړې دي.

د راپور له مخې، ټول هېواد کې نژدې ۹۰ فيصده د کالج محصلين غواړي چې کاروبار وکړي، څه د پاسه د۷۰ فيصده محصلينو موخې خپل ارزښت تر لاسه کول دي، ځوانان په کاروبار کې ۴۱ اعشاريه ۷ فيصده برخه نيسي.

د کاروبار په برخه کې پانګونه زياته شوې او د تکنالوژۍ کاروبار هم ګرم دی.

په ۲۰۱۶ کال د کاروبار قدر ډېر زيات شوی، چې د پانګې ټوله اندازه يې ۳۵۸ مليارد ۲۰۰ مليونو يوانو ته رسيږي چې دا د ۲۰۱۵ کال په نسبت ۷۹ فيصده زياتوالی ښيي. د پانګوالو په نظر د معلوماتي تکنالوژۍ او بايو تکنالوژۍ په برخه کې پانګونه له مخابراتي پانګونې څخه زياته ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای