CRI Online

چين: د ايران د ذروي مسئلې په هکله هراړخيز تړون له سياسي لارې د نړيوالو تودو مسئلو د حلولو يوه ښه بيلګه ده

cri     (GMT+08:00) 2017-09-19 17:32:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په بيجينګ کې يوه مطبوعاتي غونډه کې دا تصدق کړی چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله اړوند شپږ هېوادونه او ايران به د سپتمبر په ۲۰مه نېټه په نيويارک کې د م م په عمومي مقر کې د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه غونډه تر سره شي چې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به په غونډه کې ګډون وکړي.

وياند لو کانګ وويل دغه غونډه به بيا د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون د عملي کيدو بهير تر سنجش لاندې ونيسي او د تړون د عملي کيدو د راتلونکې لپاره به سياسي لارښوونه وکړي. هغه وويل هراړخيز تړون د نړيوال منيت د ادارې يوه مهمه لاسته راوړنه ده او له سياسي لارې د نړيوالو تودو مسئلو د حلولو ښه بيلګه هم ده چې د ذروي وسلو د نه خپريدو د نړيوال سيستم او د منځني ختيځ د سولې او ثبات ساتلو لپاره مهم رول لوبولی دی. چين تر پر دغه تړون ټينګار کوي او د تړون د عملي کيدو په بهير کې ګډون کوي. موږ هيله لرو چې اړوندې خواوې د يادې غونډې له لارې سياسي ګډې نظريې راغونډې کړي، توپيرونه حل کړي او په ثابته توګه دغه تړون عملي کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای