د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د سپتمبر په ۱۹ مه نټه په بيجينګ کې يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د بدلون بهير او د دغې ټاپووزمې د اوسنيو حالاتو په هکله د دوولسو کلونو مخکې د سپتمبر د نولسمې نيټې ګډه اعلاميه ارزښتناکې تجربې تر اوسه زموږ لپاره د اهميت وړ دي.
د ۲۰۰۵ کال د جولای له ۲۶مې نيټې څخه د اګست تر ۷مې نيټې پورې او د سپتمبر له ۱۳مې نيټې څخه تر ۱۹مې نيټې پوري چين، شمالي کوريا، چاپان، جنوبي کوريا، روسيې او امريکا په بيجينګ کې د څلورو دورو شپږاړخيزې خبرې اترې تر سره کړې او د سپتمبر د نولسمې نيټې ګډه اعلاميه يې خپره کړه.
شمالي کوريا په اعلاميه کې ژمنه وکړه چې د له ټولو ذروي وسلو او پلانونو څخه لاس واخلي، ژر تر ژره د ذروي وسلو د نه خپريدو تړون بيا عملي کړي. د اټومې انرژې د نړيوالې اېجنسي تر نظارت لاندې د پيل او امريکا دا تصديق کړي چې د ذروي او عادی وسلو له لارې پر شمالي کوريا د بريد نيت ونه لري. برسيره پر دې د اعلاميې له مخې به شمالي کوريا او امريکا يو د بل د ملي حاکميت درناوي وکړي، په سوله کې ګډ ژوند وکړي. د خپلو ذات البيني تګلارو له مخې د دوه اوخيزو اړيکو عدي کيدو لپاره ګامونه پورته کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |