د پاکستان خبري رسنيو د سپتمبر په ۱۹مه نېټه خبرورکړ چې د سيند ايالت د سوکور سيمې په يوه فابريکه کې چاودنه وشوه چې له امله يي د پوليسو په شمول لږ تر لږه ۵تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.
ځايي خبري رسنيو د پوليسو په قول ويلی چې چاودنه د سوکور سيمې د سيمنټ په يوه فابريکه کې وشوه او د چاودنې په وخت کې پوليسو د بمونو بي ځايه کولو سامان الات لرې کول، خو تر اوسه د چاودنې مشخص لامل مالوم نه دی او دا هم نه ده تصديق شوې چې چاودنه د بمونو د بي ځايي کوونکو د تيروتنې او يا د مجرمينو د کنټرول له امله شوې. اوس پوليس د پيښې په پلټنه بوخت دی.
د سيند ايالت علی وزير علي شاه په چاودنه کې د کسانو مرګژوبلې په هکله خواخوږۍ څرګنده کړه او له اړوند څانګو څخه يې غوښتنه وکړه چې ژر د پلټنې راپور وړاندې کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |