CRI Online

د م م د مخابراتو ټولنې سرمنشي : د چين مخابراتي تخنيک په ټوله نړۍ کې ډېر پرمختللی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-09-20 10:03:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د مخابراتو ټولنې سرمنشي جاو هوو لين د سپتمبر په اتلسمه نېټه د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، د چين مخابراتي تخنيک په ټوله نړۍ کې ډېر پرمختللی دی.

هغه وويل، چين د ټليفوني او تلګرافي مخابراتو پراخې شبکې جوړې کړي او په عين وخت کې يې د مخابراتي تخنيک د پرمختګ په ساحه کې د پېشبينۍ زيات کارونه هم تر سره کړي دي. تر اوسه پورې د هوا وې، جونګ شينګ په ګډون د مخابراتي توليداتو برابرونکي شرکتونه او د علي بابا او تنګ شون په ګډون انټرنيټي شرکتونه د تخنيک، خدمت برابرولو او ګټې نيولو په برخو کې په ټوله نړۍ کې ډېر پرمختللي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای