CRI Online

د م م سرمنشی : د ذروي وسلو خپرېدل د نړيوالې سولې پر وړاندې تهديد دی

cri     (GMT+08:00) 2017-09-20 10:06:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د سپتمبر په نولسمه نېټه وويل، د ذروي وسلو خپرېدل د نړيوالې سولې پر وړاندې ستر تهديد دی.

هغه وويل، څو مليونه وګړي د شمالي کوريا د ذروي توغندي د ازموينې تر سيوري لاندې دي. له دې امله چې د کوريا ټاپووزمې حالت په پر له پسې ډول سخت شوي، ښايي دوښمنانه خبرې اترې د سختې نتيجې سبب وګرځي.

هغه وويل، د کوريا ټاپووزمې ذروي مسئله دې په سوله ييزه توګه حل شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای