CRI Online

په اسرائيلو کې د امريکا لومړۍ دايمي پوځي اډه په کار ولوېده

cri     (GMT+08:00) 2017-09-20 10:08:47
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو ملي پوځ د هوا ضد د قواوو مسوول زويکا هايموويچ د سپتمبر په ۱۸مه نېټه وويل، اسرائيلو او امريکا پرېکړه وکړه چې د اسرائيلو په هوايي پوهنتون کې په اسرائيلو کې د امريکا لومړۍ دايمي پوځي اډه په کار ولوېږي.
نوموړی په دغو مراسمو کې وويل چې اسرائيلو او امريکا د دوو کلونو لپاره نژدې همکارۍ کړې دي، د پوځي اډې بنسټيز تاسيسات به ژر جوړ کړي او امريکايي سرتېري به د اوږد مهال لپاره دلته ميشت وي.
خو نوموړي دا څرګنده نه کړه چې ايا امريکايي سرتېري به د اسرائيل  په نظامي فعاليت کې ګډون وکړي او که نه..
د اسرائيلو پوځ د خبر له مخې، اسرائيلو له امريکا سره تل د هوا ضد او د توغندي ضد دفاعي همکارۍ کړي او د اوږدې مودې لپاره يې په ګډه پلان جوړونه، تمرين او روزنې کړې دي او کوي يې. د شنونکو په نظر، اسرائيل او امريکا د ايران د بالستيک توغندي پلان په اړه ډېر اندېښمن وو، د دې پرېکړې موخه دا ده چې د ايران پوځي  فعاليت ته پاملرنه وکړي او ژر غبرګون وښيي.
(فرشته)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای