CRI Online

چين لبنان ته تر بيړنۍ بشري مرستې لاندې غلې دانې برابرولې دی

cri     (GMT+08:00) 2017-09-20 10:59:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د لبنان له حکومت سره د چين د حکومت لخوا د بيړنۍ بشري مرستې په پلان کې د لومړۍ ډلې د ۵۰۰ ټنو په اندازه وريجې د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د لبنان د بيروت بندر ته ورسيدې او په لبنان کې د چين لوی سفير وانګ که جيان او د لبنان د ټولنيزو چارو وزير پيري بو اسي لبنان ته د وريجو د ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

وانګ که جيان وويل د روان کال په می مياشت کې چين د يو کمربند او يوې لارې په اړوند د نړيوالې همکارۍ په سرمشريزه غونډه کې اعلان وکړ چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې به پرمختيايي هېوادونو ته د بيړنيو بشري مرستو په هکله غلې دانې ورکړي او دا دی چين دغه پلان عملی کړ. هغه وويل چې په همدې ورځ ۵۰۰ ټنه وريجې لبنان ته راورسيدلی او پاتې وريجې به ژر راورسيږي.

هغه هيله څرګنده کړه چې د چين مرستې به په لبنان کې د سوريې د کډولو له بشري حالت سره مرسته وکړي او د چين حکومت به په راتلونکې کې تر خپلې وسې پوري په لبنان کې د سوريې له خلکو سره بشري مرسته وکړي.

پيري بو اسي د چين له ملاتړ او مرستې څخه مننه څرګنده کړه او ويې ويل چې د چين د غلودانو مرستې پر وخت راورسيدې چې دا به په لبنان کې دسوريي د کډوالو حالاتو کې ښه والی راولي او د لبنان د ټولنيز ثبات لپاره هم ګټورې دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای