CRI Online

د م م د ۷۲مې عمومي اسامبلې مباحثوي غونډه پيل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-20 12:34:11

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م د ۷۲مې عمومي اسامبلې اوونيزه مباحثوي غونډه د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په رسمي توګه پيل شوه. د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس او د عمومي اسامبلې رئيس ميروسلاف لاجچاک په جلا توګه په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې اوس نړۍ له زياتو سختو ننګونو سره مخامخ ده او د څو اړخو غوښتونکو د بېلا بېلو بحرانونو د ليرې کولو په پروسه کې مهم رول لوبولی او لوبوي يې. خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وينا کې يو ځل بيا پر هغه نظر ټينګار وکړ چې امريکا تر ټولو لومړنۍ حق لري، او د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو څخه يې غوښتنه وکړه چې تر ټولو لومړی د خپل هېواد ګټې وساتي.

د م م سرمنشي ګوټريس د دغې غونډې له پيل نه مخکې لومړی له ټولو غړيو هېوادونو سره يو کاري راپور شريک کړ. ده وويل، چې اوس نړۍ له زياتو سختو ننګونو سره مخامخ ده او د نړۍ د يو لاس کېدو افکار د له منځه وړلو په حال کې دي. بېلا بېل هېوادونه بايد د متقابل باور په ټينګولو سره د سولې د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. ده وويل، 

نړيوال او م م په ګډه له سختو ننګونو سره مخامخ دي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زيات کسان له مصيبتونو سره مخامخ دي. نارامي او ناعادلانه حالات، شخړې او کشالې او اقليم د ترينګلتيا په حال کې دي. که څه هم نړيوال اقتصاد د يو لاس کېدو په حال کې دی، خو د نړۍ د يووالي افکار د له منځه وړلو له ګواښ سره مخامخ دي. د ټولنې بېلتون او د سياسي حقوقو دوه قطبه کېدل د يو هېواد په دننه کې او د مختلفو هېوادونو ترمنځ د باور د کمښت سبب ګرځېږي. خو باور لرم چې که ګډ کوښښ وکړو، سوله به وساتل شي، باور به بيا ټينګ شي او بشريت به ښه راتلونکی ولري.

نوموړي په خپله وينا کې د اوسنۍ نړۍ په مخ سخت ګواښونه ياد کړل، ذروي ګواښونه، ترهګرۍ، شخړې او کشالې، د اقليمي بدلون، د پناه وړونکو بحران، ناعادلانه حالات او داسې نور. د ذروي ګواښ د يادونې په وخت کې يې وويل، چې اوس مهال د ذروي وسلو ګواښ د سړې جګړې له پای ته رسېدو راپدېخوا ډېر سخت دی. نړيواله ټولنه د ذروي وسلو په اړه ډېرې اندېښنې لري. نو د ذروي وسلو د نه خپرېدو او د ذروي وسلو د پاکولو دنده ډېره بيړنۍ ده. د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د يادونې په وخت کې يې له شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې د امنيت شورا اړوند پريکړه ليکونه تطبيق کړي او نړيواله دنده په غاړه واخلي. دغه راز، نوموړي تائيده کړه چې اړوندې خواوې بايد د دغې مسئلې د سياسي حل لپاره زيار وباسي.

د سيمه ييز بحران او د زور کشالو او شخړو د يادونې په وخت کې يې وويل، چې هېڅوک به په جګړه کې بريالي نه شي. د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې شخړې او زور د ترهګرۍ د خپرېدو سبب ګرځېدلي دي. د داسې بحران د له منځه وړلو لپاره دې م م او سيمه ييز سازمانونه خپلمنځي اړيکې ټينګې کړي. د افريقايي هېوادونو د ټولنې، د اروپايې ټولنې او د عرب ليګ په شمول سازمانونه دې د سوله ساتي ځواکونو د عصري کېدو او د بحرانونو د سياسي حل لپاره هم هڅې وکړي. ده وويل،

د م م عمده موخه نړيوالو ته خدمت کول، له بېوزلۍ او مصيبتونو څخه د خلکو ژغورل دي. د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې خلک رنګارنګ کولتورونه، مذهبونه او دودونه لري چې له دې امله زموږ دنيا په زړه پورې ده، خو دا هم د سياليو او حتی د شخړو لامل دی. نو خلک د م م خدمت ته اړتيا لري او په دې وخت کې د څو اړخونو غوښتونکی د نورو وختونو په پرتله ډېر مهم اهميت لري. هيله لرم چې نړيواله ټولنه د م م د منشور له مخې د موخو او هيلو د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي، تر څو د هر کس شرافت وساتل شي.

دغه راز، د عمومي اسامبلې رئيس لاجچاک هم له برخوالو سره خپل کاري پلان شريک کړ. هغه وويل، چې د م م د ۷۲مې دورې عمومي اسامبلي به د مرکزي کارونو په توګه سوله وساتي او د شخړو مخه به ونيسي. د دې ترڅنګ دغه اسامبلي به د بشريت د حقوقو د ساتلو لپاره هڅې وکړي. بر سېره پردې، دوی به د پاريس تړون په شمول د نړيوالو تړونونو د سلامشورې او تطبيقېدو په بهير کې خپل رول پياوړی کړي.

د معلوماتو له مخې، د سلګونو هېوادونو مشران به په دغه اونيزه غونډه کې برخه ولري او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به پر ځايي وخت په يوويشتمه نېټه په دغه غونډه کې د چين دريځونه شريک کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای