CRI Online

د م م د ۷۲مې دورې عمومي اسامبلې عادی مباحثوی غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-20 14:43:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د۷۲ مې دورې عمومي اسامبلې عادی مباحثوی غونډه د سپټمبر په ۱۹ مه نېټه د م م په مقر کې پرانيستل شوه. په دغه عادی مباحثې او لوړ پوړي فعاليت کې د نړۍ د څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو ولسمشران، حکومتي مشران او لوړپوړي استازي ګډون لري. د غونډې ګډونوال به د ګډو لويو ګواښونو او چلينجونو پر وړاندې د غوره کېدونکو تګلارو په هکله خبري اتري وکړي.

د م م سرمنشي انتونيو ګوترېس په همدې ورځ کلنی راپور وړاندې کړ. هغه په راپور کې د اوسنيو نړيوالو چلينجونو او ګواښونو په اړه خپله اندېښنه څرکنده کړه چې اټومي ګواښ، اقليمي بدلون، افراطيت او تروريزم په کې شامل دي.

د دې عمومي اسامبلې د عادی مباحثوي غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د م م د عمومي اسامبلې مشر ميروسلاف لاجاک خپله کاري نظريه وړاندې کړه چې سوله او د شخړې مخنيوي د م م د کار مرکز او د خلکو خدمت د م م بنسټ دی . هغه نړيوالې ټولنې ته د م م د عمومي غونډې له خوا هغه ژمنه بيا تکرار کړه، کومه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوام لرونکې پرمختيا يې اجينډا او د اقليمي بدلون په مقابل کې د پاريس تړون د تطبيق لپاره نيول شوې ده.(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای