CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير: د ايران د ذروي مسئلې په هکله د تړون محتويات بايد بيا تر بحث لاندې ونيول شي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-20 16:15:30

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيليرسون د سپتمبر په ۱۹مه نېټه وويل چې که امريکا په مداومه توګه د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون مراعات وکړي، نو بايد د تړون اوسني محتويات بدل شي.

تيليرسون په همدې ورځ وويل امريکا د ايران په ذروي تړون کې د لمر لويدلو مادې ته ډېره پاملرنه کوي چې د دغې مادې له مخې په تړون کې د ايران پر ذروي پلان د بنديزونو تدبيرونه به تر ۲۰۳۰ کال پورې په اتوماتيکه توګه پای ته ورسيږي. هغه وويل چې اړوندې خواوې بايد بيا د تړون د محتوياتو په هکله بحث وکړي.

په همدې ورځ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې په نيويارک کې د م م په عمومي اسامبلې کې ګډون درلود، د ايران د ذروي تړون په هکله ناخوښې څرګنده کړه او ويې ويل چې دغه تړون د امريکا لخوا په لاسليک شويو تړونونو کې يو ډېر بد تړون دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای