CRI Online

د اروپا د امنيت او همکاري سازمان استازی: د اوکراين مسئلې په اړه درې اړخيز ګروپ به د اړوندو خواوو لخوا د اور د بند کولو لپاره هڅې وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-21 08:53:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ځانګړي استازي مارتين ساديک د سپټمبر په ۲۰مه نېټه د بلاروس په پلازمينه مينسک کې وويل، چې د اوکراين، دغه سازمان او روسيې په شمول د اوکراين مسئلې درې اړخيز ګروپ به د اړوندو خواوو لخوا د اور بند کولو لپاره هڅې وکړي.

دغه ګروپ په همدې ورځ په مينسک کې يوه نوبتي خبرې وکړې. ورپسې ښاغلي ساديک په يوه خبري ناسته کې وويل، چې اوس د اوکراين په ختيځه برخه کې د اوربند تړون ضد کړه وړه د تعليمې دورې د پيل نه مخکې د حالاتو په پرتله کم شوي دي.

د دغه سازمان د څارونکو پلاوي د شمېرنې له مخې، تېر کال د اوکراين په ختيځه برخه کې ۴۴۲ کسانو ته مرګ ژوبلې واوښتې. د سږ کال د سپتمبر تر ۱۷مې نېټې پورې دغه شمېر ۳۸۳ته رسېدلی دی. نو ښاغلي ساديک وويل، چې دغه شمېر د منلو وړ نه دی. درې اړخيز ګروپ به په پر له پسې توګه د اړوندو خواوو لخوا د اور بند کولو لپاره هڅې وکړي، تر څو د مني په فصل کې د دغې سيمې حالات ترينګلی نه شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای