د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان حکومت د سپتمبر په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د عراق د کرد له خپلواکې سيمې څخه غوښتنه وکړه چې د دغې سيمې د خپلواکۍ لپاره د ټولپوښتنې پلان لغوه کړي کوم چې د پلان له مخې به د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه تر سره شي، تر څو د عراق او سيمې حالاتو ته زيان ونه رسوي.
په دغه اعلاميه کې راغلي، چې ياده ټولپوښتنه نه يوازې د سياسي، امنيت او بشردوستي په برخو کې به په عراق باندې منفې اغيزه وکړي، بلکې د دې سيمې د سولې او ثبات د ساتلو او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره ګټوره نه ده. هيله مند دی چې په عراق کې هراړخيز ډيالوګ تر سره شي، تر څو د ټولنې د بېلا بېلو ساحو او قومونو غوښتنې واوريدل شي او د عراق ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا وساتل شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |