CRI Online

د ايران ولسمشر وويل، چې که امريکا د ايران له ذروي تړون څخه سر غړونه کوي، وياړ او ننګ به يې ويجاړ شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-21 10:19:58

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د ايران د ولسمشر حسن روحاني د سپتمبر په شلمه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې د ۷۲مې دورې عمومي اسامبلې په مباحثوي غونډه کې يوه وينا وکړه. نوموړي وويل، چې ايران به لومړی د ذروي تړون څخه سر غړونه نه وي کړې، که امريکا له دغه تړون څخه سرغړونه وکړي، وياړ او ننګ به يې ويجاړ شي.

نوموړي وويل، د ايران ذروي تړون د بېلا بېلو خواوو د اوږدو کوښښونو پر رڼا کې لاسليک شوی او د نړيوالې ټولنې د منلو وړ دی. امنيت شورا د پريکړه ليک په بڼه له دغه تړون څخه خپل ملاتړ څرګند کړی. دغه تړون د نړيوالې ټولنې د ګډ نظر په توګه بلل کېږي او يوازې د يو هېواد او يا دوو هېوادونو ترمنځ چارې نه دي. که دغه تړون ويجاړ شي، نړۍ به د اړوندې مسئلې د حلولو په هکله يو ښه فرصت له منځه يوسي. ايران هيڅکله د ذروي وسلو په کارولو سره نورو هېوادونو ته ګواښ نه کوي. ايران به په پر له پسې توګه دغه تړون تطبيق کړي او ايران لومړنی هېواد نه وي چې له دغه تړون څخه سرغړونه کوي. که کوم هېواد له دغه تړون څخه سرغړونه کړي، ايران به خپل غبرګون وښيي.

نوموړي په همدې ورځ په پټه توګه د امريکا په ولسمشر ډونالډ ټرمپ نيوکه وکړه او ويې ويل چې ټومپ په نړيوال سياسي ډګر کې يو نوی ګډون کوونکی دی. نوموړي وويل، چې که امريکا له دغه تړون څخه سرغړونه وکړي، خپل وياړ او ننګ به يې ويجاړ شي. د دې ترڅنګ نور هېوادونه به پر امريکا باندې باور ونه کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای