CRI Online

اروپايي ټولنې د عراق د کردستان خپلواکې سيمې له ټولپوښتنې سره مخالفت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-21 11:11:13

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيک او امنيتي پاليسو عالي رتبه استازي موګيريني د سپتمبر د ۱۹مې نېټې په شپه يوه اعلاميه خپره کړه چې پکې ويل شوي چې هغه د عراق د کردستان خپلواکې سيمې له ټولپوښتنې سره مخالفت کوي.

موګيريني وويل چې اروپايي ټولنه به د عراق د يووالي، د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه کلک ملاتړ وکړي، د کردستان د ټولپوښتنې نتيجه به له مقصد سره مخالفه وي.

د سږکال په جون کې د عراق کردستان خپلواکې سيمې علان وکړ چې د سپتمبر په ۲۵ نېټه به د خپلې خپلواکي په اړه ټولپوښتنه وکړي. دغه پرېکړه سمدلاسه د عراق د مرکزي حکومت، ترکيې، ايران لخوا له کلک مخالفت سره مخامخ شوې ده. د سپتمبر په ۱۵ نېټه، د کردستان خپلواکې سيمې پارلمان د رايې ورکولو په وسيله دا تصديق کړه چې د خپلواکي په اړه ټولپوښتنه تر سره کړي.

د عراق فدرالي تر ټولو لوړې محکمې په ۱۸ نېټه حکم وکړ او له کردستان خپلواکې سيمې څخه غوښتنه وکړه چې له ټولپوښتنې څخه لاس واخلي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای