د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د سپتمبر په ۲۰مه نېټه يوه عالي رتبه غونډه جوړه کړه چې عنوان يې دی م م د سوله ساتي اصلاحات: اجرااًت او پر له پسې عمليات. د امنيت شورا د ځينو غړيو هېوادونو او غير رسمي غړيو هېوادونو مشرانو پکې ګډون وکړ او د وسله ساتي اصلاحاتو په اړه يې خپل نظريات څرګند کړل.
د م م سرمنشي ګوټريس وويل، لومړی موږ دې د سياست پر لومړنی مقام تائيد کړو، تر څو سوله ساتي عمليات د ديپلوماتيکو کارونو څخه ملاتړ وکړي. دوهم، د سوله ساتي عملياتو تجهېزات دې تامين شي. درېيم، سوله ساتي عمليات دې د م م د نظرونو له مخې تر سره شي او په مناسبه توګه د جنسۍ تيری مسئله حل کړي. څلورم، د افريقايي هېوادونو له ټولنې او اروپايې ټولنې سره نژدې اړيکې وساتل شي.
(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |