CRI Online

د امنيت شورا د م م د سوله ساتونکو عملياتو په هکله لوړ پوړي غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-21 14:43:51

د سپتمبر په شلمه نېټه د م م د امنيت شورا د سوله ساتونکو عملياتو لوړ پوړي مباحثوي غونډه تر سره شوه.د ځينو هېوادونو دولتي او حکومتي مشرانو او لوړ پوړو استازو چې په نيوياک کې د م م په مقر کې يې د ٧٢مې عمومي اسامبلې په عادي مباحثوي غونډه کې ګډون کړی، په دې غونډه کې هم ګډون درلود. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د سوله ساتونکو عملياتو د اصلاحاتو په هکله وړانديز وکړ او د م م له سوله ساتونکو عملياتو څخه يې د چين پر ملاتړ ټينګار وکړ.

پر ځايي وخت د سپتمبر په شلمه نېټه د امنيت شورا ياده غونډه تر سره شوه او له اړوندو خواوو سره يې د م م د سوله ساتونکو عملياتو د تر سره کولو،اصلاحاتو او د پاتې شويو نورو کارونو په باب بحث وکړ.له دې نه مخکې د امنيت شورا ١٥ غړو هېوادونو د ټولو موافقو رايو په ور کولو سره د م م د سوله ساتونکو عملياتو په هکله ٢٣٧٨ نمر پرېکړه ليک تصويب کړ.

د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس په دې غونډه کې ګډون وکړ او په خپله وينا کې يې د م م له سوله ساتونګو څخه مننه څرګنده کړه .هغه وويل چې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې سوله ساتونکود دايمي سولې د ساتلو لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې چې ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي. له حقيقتو څخه څرګنديږي چې د سوله ساتونکو عملياتو د تر سره کېدو لګست ډېر دی نو د دغو عملياتو اصلاحات يوه بېړنۍ دنده ده. م م بايد د دې اصلاحاتو لپاره مشخص تدبيرونه ونيسي تر څو په سوله ساتونکو عملياتو کې ښې پايلې تر لاسه شي.په دې هکله سرمنشي ګوتريس څلور فقره ييز وړانديز کړی :( اواز..........) تر هر څه لومړی مونږ بايد سياستو ته لومړيتوب ور کړو او پردې بنسټ سوله ساتونکی عمليات تر سره کړو چې موخه يې د ديپلوماتيکو کوښښونو څخه ملاتړ دی. دوهم په سوله ساتونکو عملياتو کې تجهيزات لکه تخنيکي او ليږدونکي تجهيزات بايد تامين شي .دريم په دغو عملياتو کې د م م ارزښتونه بايد وساتل شي ،څلورم م م بايد د افريقايي او اروپايي ټولنو په شمول له سيمه ييزو سازمانونو سره قوي همکاريزې اړيکې ټينګې کړي تر څو په اغيزمنه توګه د سولې ساتلو لپاره ستونزمنه دنده تر سره کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي په همدې ورځ په دې غونډه کې ګډون وکړ او وينا يې وکړه. هغه وويل چې چين د امنيت شورا د ٢٣٧٨ نمبر پرېکړه ليک د تصويبېدو هر کلی کوي.اوس مهال د م م په سوله ساتونګو عملياتو کې ډېرې نوې مسئلې او ننګونې موجودې دي.چين د دغو عملياتو له معقولو اصلاحاتو څخه ملاتړ کوي تر څو په پوره توګه د اړوندو خواوو تر صلاحيت لاندې دندې تر سره شي.هغه په دې هکله خپل نظر څرګند کړ(اواز.............) د منشور موخه او اصول د سولې ساتلو بنسټ دی .د ملي حاکميت د مساواتو،په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې او په سوله ييزه توګه د شخړو د حل وفصل په شمول د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول او پر دې بنسټ د سوله ساتونکو عملياتو لارښوونکی اصول بايد په جدي توګه مراعات وشي.په سياسي لارو چارو د شخړو او کشالو ليری کول د سولې ساتلو په برخه کې د م م د منشور بنسټ دی . په سوله ساتونکو عملياتو کې بايد په سياسي لارو چارو د اړوندو مسئلو پر حلېدو ټينګار وشي. وزير وانګ ايي پر دې ټينګار وکړ چې چين تل د م م له سوله ساتونکو عملياتو څخه ملاتړ کوي او په فعاله توګه يې پکې ګډون کړی او کوي يې.چين نه يوازې د سولې په موخه د عملياتو د تر سره کولو لپاره يو مهم سرتيری ليږدونکی هېواد دی بلکې دوهم لوی پيسې ور کوونکی هېواد هم دی. هغه وويل(اواز..........) د سولې رامنځته کېدل يو اسان کار نه دی او د سولې ساتنه اسانه هم نه ده.نو مونږ غواړو چې له ټولو سوله پرستي هېوادونو سره يو ځای د دې نړې د دايمي سولې ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای