CRI Online

وانګ يي د شپږو هېوادونو او ايران د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-21 15:20:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په شلمه نېټه نيويارک کې د م م په مقر کې د شپږو هېوادونو او ايران د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

وانګ يي وويل، د ايران ذروي تړون د ايران ذروي بحران ليرې کوي او د ذروي وسلو د نه خپرېدو تړون په بنسټ د ذروي وسلو د نه خپرېدو سيسټم ټينګ شوی. دغه تړون د نړيوال امنيت د ادارې يوه نتيجه ده او له سياسي او ډيپلوماتيکې لارې چارې د تودو مسئلو د حلولو يوه بريالۍ نمونه ده. د دغه تړون له لاسليکېدو نه وروسته اجرااٌت په پراخه ساحه کې تر سره شوي، خو د دې ترڅنګ ننګونې لا هم موجودې دي. هيله ده چې له دې غونډې څخه د دغه تړون د هراړخيز ملاتړ نښان خپور شي او د دغه تړون د پلې کېدو لپاره سياسي خوځنده ځواک پياوړی شي.

نوموړي زياته کړه چې په نړۍ کې بشپړ تړون نه شته، نو بېلا بېلې خواوې بايد په مثبته توګه دغه تړون ته وګوري. که دغه تړون لغوه شي، د ذروي وسلو د نه خپرېدو سيسټم به ويجاړ شي او د منځنۍ ختيځ سيمه ييز حالات ښايي لا پيچلي شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای