د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په يوويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې روسيه به په پر له پسې توګه د اړوندو هېوادونو لخوا د ايران د ذروي تړون د تطبيق لپاره هڅې وکړي.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې د امريکا، بريټانيې، فرانسې، روسيې، چين او المان په شمول د ايران د ذروي مسئلې په اړه شپږو هېوادونو او ايران په شلمه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې د دغه تړون د اجرااًتو په اړه يوه غونډه جوړه کړه او د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ د عمومي مدير کاري راپور يې واوريد او تائيد يې کړه چې ايران دغه تړون پلی کړی دی. دا د دغه تړون د پوره پلې کېدو لپاره ښه زمينه برابروي او د اقتصاد، سياست او امنيت په ساحو کې د دغه تړون پر بنسټ د ښه راتلونکی د موندلو په اړه د نړيوالې ټولنې باور پياوړی کړی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |