CRI Online

چين د پاکستان پارلمان ته د دفترونو سامانونه ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-22 08:49:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په پاکستان کې د چين سفارت د سپتمبر په ۲۱مه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان پارلمان ته د کمپيوټرونو په ګډون ۳۳۰ سامانونه ورکړي دي.

د پاکستان د مشرانو جرګې مشر نيان رضا رباني له چين څخه مننه څرګنده کړه.هغه وويل چې دغه سامانونه د پاکستاني پارلمان په دفترونو کې د معلوماتي سويې د لوړتيا لپاره ګټور دي.د چين او پاکستان ترمنځ دوستی د ملي حاکميت د متقابل درناوي پر نسټ ټينګه شوې او باور لري چې د دواړو هېوادونو د خلکو او پارلمانونو ترمنځ د نظريو تبادله او دوستی به ورځ په ورځ پياوړې شي.

په پاکستان کې د چين لوي سفير سون وی دونګ په خپله وينا کې وويل چې د چين او پاکستان د پارلمانونو ترمنځ د تګ راتګ پياوړتيا د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ او د دواړو هېوادونو د تګلارو د همغږۍ او د خلکو ترمنځ د نظريو د تبادلې لپاره ستر اهميت لري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای