CRI Online

نړيوال سوداګريز سازمان د زياتې اقتصادي ودې وړاندوينه کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-09-22 09:16:48

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،نړيوال سوداګريز سازمان د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د روان کال په خپله وړاندوينه کې نړيواله سوداګريزه وده له ۲ اعشاريه ۴ سلنې څخه ۳ اعشاريه ۶ سلنې ته لوړه ښودلې.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د ګردې نړۍ په تېره بيا د چين د اقتصاد د زياتوالي له امله نړيوال سوداګريز ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی چې په کې د پرمختللو اقتصادي ټولنو وارداتي او صادراتي اندازه په جلا جلا توګه ۲ اعشاريه ۱ سلنه او ۳ اعشاريه ۱ سلنه زياته شوې او د پرمختيايي اقتصادي ټولنو وارداتي او صارداتي اندازه په جلا جلا توګه ۶ اعشاريه ۹ سلنه او ۵ اعشاريه ۹ سلنه زياته شوې ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای